ديني عالم جاويد احمد غامدي

تاسو پوهېږئ چې زما په اند د علم يوازي دوه ډولونه دي، يا به علم زموږ پر مشاهداتو او تجربو ولاړ وي، لکه ساينسي علوم. په دې علومو کې هم تحقيقات کېږي، تېروتنې پکې کېږي او بيا – بيا تجربې کېږي او ډېری داسي انساني تجربې شته چې هغوی بيان کړې دي خو ناسمې ثابتې شوې دي. د مثال په ډول تاسو موډرن طب در واخلئ او يا هم د ساينس د ځينو څانګو مطالعه وکړئ. هر ځای به تاسو ووينئ چې هم سم څه شته او هم تېروتنې شوې دي. خو په هر حال، د علم اساس بيا هم تجربه او مشاهده ده. په يو څه کې به تاسو په خپله تجربه لرئ، يا هم تاريخي تجربې وي او يا به هم د عالمانو ځيني تجربې وي چې بيانېږي. د علم يوه بله ذريعه د الله تعالی پيغمبر دی. د الله تعالی پيغمبرانو چې موږ ته څه ويلي دي هغه په قرآن کريم کې موندل کېږي او دا هغه څه دي چې دا وخت تر ټولو لوړ کلام دی، تر ټولو په مستنده طريقه ثابت دی چې موږ پرې بشپړ باور کولای شو او په يقين سره ويلای شو چې دا د الله خبره ده. تر دې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په نسبت کولو سره ځيني شيان خلګو بيان کړي دي. دا روايات هغه حيثيت نه لري او د دې مسئوليت نبي عليه السلام ته هم نه شي متوجې کېدلای ځکه خلګو په  خپله بيان کړي دي. د دې په شاليد او يا هم پخوا وخت کې چې اهل کتابو را يو ځای کړې دي لکه تورات، انجيل، امثال، زبور او يا هم د انبياوو صحيفې. يا هم بايبل. په دې  هر څه کې هغه څه هيڅ بنياد نه لري چې تاسو وويل. خلګ دي د خپلو تجربو او مشاهدو پر اساس پر داسي موضوعاتو خپلې ساينسې مباحثې وکړي، خو دا شيان له دين سره هيڅ اړيکه نه لري.