جاويد احمد غامدي
بکنبتلمنتبیبل مکسنیتل کمسمنیبتل کمسمنیبتل کمسنیبتل کسمنیبت کسیمنبتل کمسینبلت کمنسیبتل
بکنبتلمنتبیبل مکسنیتل کمسمنیبتل کمسمنیبتل کمسنیبتل کسمنیبت کسیمنبتل کمسینبلت کمنسیبتل
د علم اساس بيا هم تجربه او مشاهده ده. په يو څه کې به تاسو په خپله تجربه لرئ، يا هم تاريخي تجربې وي او يا به هم د عالمانو ځيني تجربې وي چې بيانېږي. د علم يوه بله ذريعه د الله تعالی پيغمبر دی. د الله تعالی پيغمبرانو چې موږ ته څه ويلي دي هغه په قرآن کريم کې موندل کېږي او دا هغه څه دي چې دا وخت تر ټولو لوړ کلام دی، تر ټولو په مستنده طريقه ثابت دی چې موږ پرې بشپړ باور کولای شو او په يقين سره ويلای شو چې دا د الله خبره ده.
د مثال په ډول تاسو موډرن طب در واخلئ او يا هم د ساينس د ځينو څانګو مطالعه وکړئ. هر ځای به تاسو ووينئ چې هم سم څه شته او هم تېروتنې شوې دي. خو په هر حال، د علم اساس بيا هم تجربه او مشاهده ده. په يو څه کې به تاسو په خپله تجربه لرئ، يا هم تاريخي تجربې وي او يا به هم د عالمانو ځيني تجربې وي چې بيانېږي. د علم يوه بله ذريعه د الله تعالی پيغمبر دی. د الله تعالی پيغمبرانو چې موږ ته څه ويلي دي هغه په قرآن کريم کې موندل کېږي
موږ ته د هدايت د را رسيدنې وسېله پيغمبر دی. وحې پيغمبر ته راځي او پيغمبر ته يوازي د هدايت ورکولو لپاره وحې نه راځي، البته دلته مې له هدايت څخه هدف د دين هدايت دی. وحې د هر ډول هدايت ورکولو لپاره پيغمبر ته راځي. له هغه سره د مرستې لپاره راځي، د هغه د ډاډ لپاره راځي او د هغه د هدايت لپاره هم راځي. او دا وحې په داسي توګه هم راځي چې يو ډېر څرګند، په زړه پوري او غير عادي مثال يې د جبريل حديث دی. يعني په خپله جبريل امين راغلی دی، انساني بڼه يې غوره کړې او د صحابه وو تر منځ ناست دی او له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې پوښتنې وکړې.
دوه شيان به په نړۍ کې پر يو ډول اصولو وي، هغه دادي چې که تاسو غواړئ په کوم علم کې څېړنه وکړئ او دا کار په علمي توګه وکړئ، نو تاسو بايد هغه علم په داسي ډول زده کړئ، لکه څرنګه چې د هغه علم ارزښت دی. دا که ژبه وي، ادب وي، او يا هم د ساينس بېلابېلي څانګې، دروازې هر چا ته پرانيستې دي، دا خو څه د برهمنو کورنۍ نه ده چې د فلاني په کور کې پيدا شوی به د فلاني شي عالم وي. که تاسو د يوه شي ذوق لرئ، او استعداد يې در پکې وي، نو بيا تياری وکړئ او دا وړتيا په ځان کې پيدا کړئ، نو په دې سره تاسو څېړونکی ياست او همداسي څېړونکی کېدلای شئ.
په قرآن کريم کي بېلابېل قرأتونه د تابعينو علماوو د همدې نظرونو پر بنسټ را منځ ته شول او ډېره زمانه هم نه وه تيره شوې چي په مسلمانانو کي د علم قرأت ماهرين پيدا شول او په دوی کي داسي کسان هم وو چي يوازي پر دې خبره يې اکتفا ونه کړه چي د عربانو له لهجې او اظهار، اخفا، ادغام، امالې، تفخيم، اشمام، اتمام او نورو سره سم دي قرآن ولوستل شي بلکي تر دې وړاندي ولاړل او د علم الخاصه د هغو اخبارونو په مټ يې چي وړاندي يې يادونه وشوه ځينو ته پر ځينو نورو ترجيح ورکړه او خپل يو ځانګړی قرأت يې هم را منځ ته کړ چي د هماغه په نوم مشهور شو لکه څرنګه چي د امام مالک، امام شافعي او د نورو امامانو فقه د دوی په نوم مشهوره ده.
که موږ غواړو چي له قران کریم څخه واقعي هدایت تر لاسه کړو نو اړینه ده چي هغه ته یوازي په دیني حقایقو او مسایلو د پوهېدو لپاره رجوع وکړو. د خپل خوب لپاره د کټ جوړولو او زهره ومریخ ته د خپل اواز د رسولو لپاره باید له خدای راکړي عقله کار واخلو. دا یو حقیقت دی چي هغه هیڅکه انسان د خپل صلاحیت په دایره کي ناهیلی کړی نه دی…
قران کریم د حق وباطل لپاره مېزان، فرقان او د هر ډول وحې مُهَیمِن دی. د دې لپاره نازل شوی چي د دین او شریعت په چاره کي د خلکو تر منځ د هر ډول اختلافاتو په اړه پرېکړه وکړي او په نتېجه کي یې هغوی پر کره حق ودرېږی. قران کریم د ځان د غه حیثیت پخپله بیان کړی دی…
ه محمد صلی الله علیه وسلم څخه دا دین د هغه په ژوند کي په زرګونو خلکو زده او د ده په مخ کي عملي کړ. ورپسې په لکونو نورو خلکو له همدې زده کوونکو څخه زده او عملي کړ چي دا لړۍ هیڅ وخت شلېدلې نه ده. د ده د پیروانو هر نسل دا دین په خپله زده کړ، په ژبه او قلم یې نورو ته وروښود او د عمل له لاري یې نورو ته هم انتقال کړ چي اوس تر موږ پوري رارسېدلی…