ليکنه: جاويد احمد غامد
ژباړه: شهيد مولوي عبدالغفور پېروز
ما د خپل کتاب مېزان د سریزې په اصول او مبادي کي لیکلي دي چي کوم قران په مصحف کي لیکل شوی او د لوېدیځ له څو سیمو پرته غوڅ اکثریت مسلمانان یې له هر ډول اختلاف پرته تلاوت کوي. دلته پوښتنه پیدا کېدای شي چي که قران کریم صرف همدا وي او عامو مسلمانانو تل لوستی او نورو ته ورښودلی وي، نو د دوی د علماوو تګلاره ولي بېله ده؟ بالاخره ولي داسي وشول چي د تفسیر، احادیثو او فقهې پوهانو د همدې علومو له پیله د قران کریم ګڼو قرأتونو ته یوه درجه ورکړه او چي کوم یو یې خوښ شي، د خپل ذوق او میلان له مخې ترجیح ورکوي، ان د امام مالک او امام شافعي په څېر ستر فقهاء او محدثین هم دا ویل بد نه ګڼي چي په دوی کي د یوه په اند د نافع او د بل په اند د ابن کثیر قرأت راجح دی.
د دې پوښتنې ځواب دادی چي تر دې امامانو ډېر مخکي د مسلمانو علماوو لوی اکثريت دا نظر خپل کړی وو چي له اخبارو احادو څخه تر لاسه کيدونکی علم د عامو مسلمانانو لپاره ضروري نه دی خو علما او خواص بايد په هر حال کي ځان په پوه کړي او که رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې پر نسبت ډاډه شي نو د اخذ او استدلال په لحاظ له هغه علم سره هيڅ توپير نه لري چي په عامو مسلمانانو کي خپور دی او له يوه نسل څخه بل ته نقلېږي. امام شافعي په خپل مشهور کتاب الرساله کي ليکي:
و علم الخاصة سنة من خبر الخاصة يعرفها العلماء، ولم يکلفها غيرهم، وهی موجودة فيهم او فی بعضهم بصدق الخاص المخبر عن رسول الله بها، و هذا اللازم لاهل العلم ان يصيروا اليه. (شميره ۱۳۳۰ ) | د خواصو علم هغه سنت دی چي له خبر څخه يې تر لاسه کوي، علما پرې پوهېږي او عوام پرې مکلف نه دي. دا سنت ټولو پوهانو يا ځينو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لوري د باور وړ خبر راوړونکی ورکوي او دا هغه علم دی چي دې لور ته باید ضرور رجوع وکړي. |
د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته ځينو ثقه خلګو دا خبرې شروع کړې چي د مثال په ډول دوی د سورت فاتحې درېيم نمبر ايت له یوه صحابي څخه د ( مالک ) پر ځای ( مَلِک )، د بقرې لسم نمبر ايت ( يکذبون ) د ذال په تشديد ( يکذبون ) او د نساء دوولسم نمبر ايت ( يوصی ) د معلومې په صیغه هم اوريدلی دی. علماوو دا خبر په هماغه ډول ومانی لکه رسول الله ته په نسبت چي نور اقوال او افعال منل کېدل. لامل يې بيخي روښانه دی، که دوی د قرآن کريم په اړه دا خبرونه نه وای قبول کړي نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اجتهاداتو، پريکړو او د ده د تفهيم، بيان او اسوه حسنه په اړه د حديثو منلو ته هم له علماوو سره د منلو هيڅ دليل نه پاتي کېدی، مګر دا چي په کوم نص يې د توپير دا جواز وړاندي کړی وای.
په قرآن کريم کي بېلابېل قرأتونه د تابعينو علماوو د همدې نظرونو پر بنسټ را منځ ته شول او ډېره زمانه هم نه وه تيره شوې چي په مسلمانانو کي د علم قرأت ماهرين پيدا شول او په دوی کي داسي کسان هم وو چي يوازي پر دې خبره يې اکتفا ونه کړه چي د عربانو له لهجې او اظهار، اخفا، ادغام، امالې، تفخيم، اشمام، اتمام او نورو سره سم دي قرآن ولوستل شي بلکي تر دې وړاندي ولاړل او د علم الخاصه د هغو اخبارونو په مټ يې چي وړاندي يې يادونه وشوه ځينو ته پر ځينو نورو ترجيح ورکړه او خپل يو ځانګړی قرأت يې هم را منځ ته کړ چي د هماغه په نوم مشهور شو لکه څرنګه چي د امام مالک، امام شافعي او د نورو امامانو فقه د دوی په نوم مشهوره ده. د علم قرأت دې ماهرينو ته له همدې امله اصحاب الاختيار ویل کېږي. د دې نتيجه دا شوه او همداسي بايد شوي وای چي د علم زده کوونکي د دوی د قرأت د زده کړې لپاره دوی ته ورغلل لکه څرنګه چي خلګو د فقهې او حديثو د زده کړې لپاره د هغو امامانو ته رجوع کوله. ډېر ځله داسي هم وشول چي هغوی يا تر دوی وروسته شاګردانو يې د هغې زمانې په علمي مرکزونو لکه مکه، مدينه، کوفه، بصره، دمشق او نورو کي هستوګنه غوره کړه نو د هغه ښار علماء او قاريانو د هغه قرأت په دې ډول ومانه چي په اړه به يې ویل کېدل د دې ښار خلګ د فلاني پر قرأت دي. له خلګو څخه مراد علماء او قاريان ول، عام خلګ يې هيڅکله هدف نه ول. عام خلګ داسي شيان په دې توګه نه ترک کوي او نه يې اختياروي. همدا وجه ده چي دا حالت به بدلېدی او د هغه ښار علماوو به تر لږ وخت وروسته د يوه بل قاري قرأت غوره کاوی او همدا سبب دی چي له دې علمي مرکزونو دباندي په ټوله اسلامي نړۍ کي نه کوم بل قرأت تر لاسه کېږي او نه د دې ډول ترک و اختيار کوم اثار موندل کېدای شي. له دې حالت څخه يوازي قيروان ښار مستثنی دی، هلته قاضي عبدالله بن طالب د درېيمې هجري پېړۍ په اخير کي دا امر وکړ چي خلګ دي يوازي د نافع پر قرأت قرآن ولولي. * ځکه نو تر دې وروسته په قيروان او د هغه تر اثر لاندي ځينو لويديځو سيمو کي عام مسلمانان همداسي قرأت ويلو ته مجبور شول او نن يې هم وايي. د دې امر لامل ښايي دا وو چي هغه خلګ د مالکي فقهې پیروان ول او د امام مالک په اړه مخکي وویل شول چي هغه د نافع قرأت ته ترجېح ورکوله.
په ځينو وړو – وړو کليو کي هم د علماوو د رسوخ له وجې دا کيسه وشوه. خو دا يو څو محدود ځايونه ول او دا مهال هم ځای – ځای موجود دي. له دې پرته په نوره نړۍ کي عام مسلمانان هيڅکله هم له دې بدلونونو متاثر نه شول او نه يې علماوو د اغيزمنولو کوښښ وکړ. دواړه پر خپلو طریقو تلل. په دې توګه په تفسير، حديث، فقه او نورو علومو کي د قرآن د مختلفو قرأتونو د استفادې روايت له پېړيو راهيسي له کومې انقطاع پرته دوام لري او نن هم تر ډېره حده موجود دي. علما يې په خپلو مجلسونو، ليکنو، بحثونو او مدرسو کي وايي او قاريان نن هم پر اوو، لسو او تر دې هم پر زياتو قرأتونو د قرآن کريم تلاوت کوي. خو هر څوک ويني چي په عامو مسلمانانو کي د قرآن يوازي يو قرأت مشهور دی. دوی دا قرأت له عامو اصحابو اخيستی دی او د امام شافعي له تعبير سره سم د عوامو يوه نسل بل نسل ته منتقل کړی دی. په دې کي شک نه شته چي دې ته د حفص روايت هم ويل کېږي خو دلته بايد کومه غلط فهمي را منځ ته نه شي ځکه يو شی يوازي قرأت وي او بل په هغه کي د عربانو له لهجې او فني نزاکتونو سره سم لکه اماله، تفخيم، اشباع، اختلاس، صله، اشمام، روم، ترقيق، تغليظ او نورو سره سم يې په ښه توګه ويل چي د کلام په مدعا کي هيڅ فرق نه راولي. په دې قرآن کي همدا دويم شی دی چي د حفص له روايت څخه اخيستل شوی دی او له همدې امله هغه ته منسوبېږي هم. ده له خپل استاذ عاصم څخه دا قرأت زده کړی دی او عاصم د دې فن د مشهور استاذ او تابعي ابو عبد الرحمن السلمي شاګرد وو چي زيات وکم څلويښت کاله يې په کوفه کي دا فني نزاکتونه زده کوونکو ته ښوول. د ده په اړه د اوو قرأتونو لومړني ترتيب کوونکي ابو بکر بن مجاهد په ښکاره ويلي دي چي ده د اختيار له روايتونو هيڅ استفاده نه کوله او هغه قرأت يې وايی چي عثمان غني رضی الله عنه پرې د خلګو د راټولولو هڅه کړې وه. هغه ليکلي دي:
اول من اقرأ بالکوفة القراءة التی جمع عثمان رضی الله عنه الناس عليها ابو عبد الرحمن السلمي. ( السبعة فی القرأءات، ابو بکر بن مجاهد ۱ / ۶۷) | په کوفه کي تر ټولو مخکي هغه قرأت چي عثمان خلګ پرې را ټول کړي ول ابو بکر بن السلمي رواج کړ. |
دا هماغه شخصيت دی چي په خلګو کي يې د بېلابېلو قرأتونو انتشار وليد نو خلګو ته يې د خبرداري په ډول وويل:
کانت قراءة ابی بکر و عمر و عثمان و زيد بن ثابت و المهاجرين و الانصار واحدة، کانوا يقرؤن القراءة العامة، وهی القراءة التی قرأها رسول الله صلی الله عليه وسلم علی جبريل مرتين فی العام الذي قبض فيه، وکان زيد قد شهد العرضة الاخيرة، وکان يقرئ الناس بها حتی مات. ( البرهان، الزرکشی ۱ / ۳۳۱ ) | د ابوبکر، عمر، عثمان، زيد بن ثابت، ټولو مهاجرينو او انصارو يو قرأت وو. هغوی له عامه قرأت سره سم قرآن وايی، دا هماغه قرأت دی چي رسول الله د خپل وفات په کال دوه ځله جبريل امين ته قرآن په اورولی وو، په وروستۍ اورونه کي زيد بن ثابت هم هلته موجود وو. زيد تر خپله مرګه خلګو ته له همدې سره سم قران وايی. |
دا هماغه قرأت دی چي نن زموږ په مصحفونو کي ثبت دی. له تاريخ څخه يوه وړه شاهدي هم نه شي وړاندي کېدای چي پر يوه قرأت د ټولو مسلمانانو د را غونډولو لپاره د عثمان رضی الله عنه او حجاج بن يوسف تر کوښښونو وروسته دي دا قرأت کوم عالم په خپل اغيز يا د کوم واکمن يا قاضي د خپل واک پر مهال په خپل زور په مسلمانانو کي د رواجولو هڅې کړې وې. لکه په لويديځ کي چي د نافع د قرأت په اړه وشول. تر اخيري اورونې وروسته رسول الله په خپله او تر ده وروسته يې ځای ناستو دا قرأت رواج کړ او همداسي رواج دی. د مسلمانانو قاريانو چي کله خپل خوښ قرأتونه ترتيبول او د دوی محدثينو د علم الخاصة احاديث را غونډول او فقهاوو و مفسرينو يې په مرسته د قرآن مشکلات حل کول، هغه مهال هم عامو مسلمانانو دا قرأت په ټوله دنيا کي وايی. د لومړۍ هجري پېړۍ په اخير کي چي مسلمانان هند ته ننوتل نو همدا تلاوت يې کاوی او د اتمې پېړۍ په اخير کي چي کله جوا، سماټرا، ملايا او د ختيځ نورو ټاپوګانو ته ورسېدل نو هغه وخت يې هم په لاسونو کي همدا قرآن وو او که خدای غوښتل تر اخرته به پاتي وي.
دلته يو څوک دا پوښتنه کولای شي چي له دې حقیقتونو سره که د مسلمانانو علم د علم الخاصة اخبار منلي دي نو د فراهي د مدرسې د علماوو چلند ولي بېل دی؟ زموږ جواب دادی چي د ثقاتو اخبار ردول د يوه عالم لپاره اسان کار نه دی، د دې لپاره نص په کار وو. که د دې مسئلې په اړه د سورت القيامة د اياتونو صحيح مفهوم په پیل کي واضح شوی وای نو د مسلمانانو علماوو، فقهاوو او مفسرينو به هم هغه څه کول چي د فراهي د مدرسې علماء يې کوي. امام حميد الدين فراهي د دې اياتونو صحيح مفهوم واضح کړی دی، نو هغه نص تر لاسه شو چي په استناد يې نن ويل کېدای شي د قرآن د قرأت په اړه که ټول اخبار صحیح هم وي نو د قرآن د ابدي مخاطبينو لپاره د وروستۍ اورونې قرأت نور ټول منسوخ کړي دي. له دې وجې په هيڅ ډول نه شي منل کېدای. * د قرآن امر دی چي تر جمع او ترتيب وروسته کوم قرأت د الله له خوا تائيد شي، مسلمان به تر قيامته د هغه پيروي کوي او هيڅ مسلمان د قرآن له دې حکم څخه د مخالفت جرأت نه شي کولای. قرآن وايي:
ته د قرآن د ژر اخيستنې لپاره خپله ژبه پر هغه مه چلوه. ( دا همداسي نازلېږي، ډاډه اوسه ) د ده را غونډول او اورونه زموږ مسئوليت دی ځکه نو ( هغه وخت) چي څرنګه درته ويل کېږي د هغه پيروي وکړه. | لاَ تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ * إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ * فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ* ( القيامة ۷۵ : ۱۶ – ۱۸ ) |
( ۲۰۱۵ )
* ترتيب المدارک قاضي عياض بن موسی ۱ / ۴۸۳
* د بخاري روايت که صحيح دی نو عمر رضی الله عنه هم د ابی بن کعب ډېر قرأتونه په همدې استدلال رد کړي ول، هغه همدا استدلال وړاندي کاوی چي لا ادع شيئا سمعته من رسول الله. زه د قرآن هغه هيڅ شی نه پريږدم چي له رسول الله مي اوريدلی. ( شميره ۴۴۸۱ )