حجاب

پوښتنه: د حجاب ارزښت څه دی؟ او د سر پوښل تر کومه حده ضروري دي؟

ځواب: د  حجاب او پردې چې کوم الفاظ دي، لومړی خو داسي فکر وکړئ چې دا الفاظ قرآن کريم نه دي کارولي. دا الفاظ ډېر وروسته په موږ کې رواج شول. د قرآن کريم په سورة النور کې د ښځو او نارينه وو د خپلمنځي ليدنې اداب بيان کړي دي او واضحه کړې يې ده چې کله نارينه او ښځينه سره ويني نو کومو شيانو ته پاملرنه وکړي. هلته دا ويل شوي دي چې کله تاسو کورونو ته ځئ نو اجازه اخلئ او ورځئ، او ځان ور پېژنئ. که د کور خلګ په داسي حالت کې وو چې نه يې غوښتل درسره وويني، او درته ووايي چې بيرته ولاړ شئ، نو پر زړه له بوج راوړلو پرته بيرته را وګرزېږئ. يعني له اجازې او د نورو له خوښې پرته بايد د بل چا کور ته ورنه شئ. او بيا يې دا ويلي دي چې که ښځې او نارينه په کور کې، يا هم له کوره دباندي، په دفتر کې چې قرآن کريم د دې لپاره د بيوتٍ غيرِ مسکونة الفاظ کارولي دي، دا نو که هوټل وي، يا هم نور ځايونه چې هلته ښځې او نارينه يو ځای کېږي، نو په داسي ځايونو کې يې نارينه وو ته هم لارښوونه داده چې په خپلو کتلو کې پاکي پيدا کړي، د دې لپاره يې د غض بصر الفاظ کارولي دي يعني د ډېر خط او خال د څارنې کتل نه وي. دا خبره يې هم ښځو ته کړې ده او هم نارينه وو ته. دويمه خبره داده چې لکه څرنګه چې زموږ په دين کې عصمت او عفت ډېر ارزښت لري او موږ له خپلې ميرمنې پرته له بل چا سره جنسي اړيکې په هيڅ صورت نه شو زغملای، له همدې وجې نارينه وو ته هم دا ويل شوي دي چې د خپلو جنسي غړو ساتنه وکړي او ښځو ته هم ويل شوي دي چې د خپلو جنسي غړو ساتنه وکړي. کله چې دواړو ته دا خبره وشوه نو مطلب يې دادی چې جامه يې سمه وي او د ناسمې جامې له وجې غلط ميلان را پيدا نه شي. دا دواړې خبرې هم ښځو ته شوې دي او هم  نارينه وو ته. له دې هاخوا، دوې نوري خبرې يې يوازي ښځو ته کړې دي. يوه دا چې د ښځو سينه هم له جنسي غړو څخه ده، پټوي دي. دويم دا چې ښځې چې ځان سينګاروي، او ښکلی کوي يې، يا هم زيورات اغوندي او يا هم په سادګي سره اوسي، نو که په همدې سادګي سره دفتر ته ځي او د کور کار کوي، نو هيڅ خبره نه ده. مګر لکه څرنګه چې په ځينو محفلونو کې کېږي، چې ښځې ځان سينګاروي او زيورات اغوندي نو بيا ورته لارښوونه داده چې خپل سينګار او ښايست بايد له خاصو نارينه وو پرته بل چاته ښکاره نه کړي او که غواړي چې له همدې ښايست او سينګار سره نورو خلګو ته راووزي، نو بيا بايد له خپل مخ، لاسونو او پښو پرته بل څه ونه ښيي. همدا خبرې قرآن کريم کړې دي او همدا  اداب يې ښوولي دي. زموږ په وړاندي بايد همدا وي او له دې هاخوا قرآن کريم نور هيڅ هم نه دي ويلي. يعني نه قرآن کريم دا ويلي دي چې د سر وېښتان يې بايد ښکاره نه شي، او نه هم داسي بل څه بلکې صرف همدا غوښتنې لري چې ما وويلې. همدا څلور خبرې بايد هر نارينه او ښځينه مسلمان عملي کړي.