پوښتنه: دا راته وواياست چې يو شمېر ځوانان او خلګ ښه استعداد لري او د لوستلو مينه او شوق هم لري. د دين لور ته چې کله رجوع کوي، نو يو ځای نه يو ځای ته په رسېدلو سره خپله څېړنه هم پيلوي او د دين په اړه بېلابېل تمايلات هم وړاندي کوي او همدا راز هڅه کوي چې د احکامو په علت هم ځان پوه کړي. له تاسو څخه مې پوښتنه داده چې کله خلګ علماوو ته ورځي او غواړي پوښتنه ترې وکړي، نو ظاهرا داسي ماحول جوړ دی چې پوښتنې کولو ته وخت نه ورکول کېږي. راته ويلای شئ چې پوښتونکی کوم حدود او شرايط لري، چلند يې بايد څرنګه وي چې وکولای شي خپله يوه پوښتنه او تحقيق په سمه بڼه وړاندي کړي، هغه که يو زده کوونکی وي او يا عالم، په دې اړه بايد تګلاره څرنګه وي؟
ځواب: دوه شيان به په نړۍ کې پر يو ډول اصولو وي، هغه دادي چې که تاسو غواړئ په کوم علم کې څېړنه وکړئ او دا کار په علمي توګه وکړئ، نو تاسو بايد هغه علم په داسي ډول زده کړئ، لکه څرنګه چې د هغه علم ارزښت دی. دا که ژبه وي، ادب وي، او يا هم د ساينس بېلابېلي څانګې، دروازې هر چا ته پرانيستې دي، دا خو څه د برهمنو کورنۍ نه ده چې د فلاني په کور کې پيدا شوی به د فلاني شي عالم وي. که تاسو د يوه شي ذوق لرئ، او استعداد يې در پکې وي، نو بيا تياری وکړئ او دا وړتيا په ځان کې پيدا کړئ، نو په دې سره تاسو څېړونکی ياست او همداسي څېړونکی کېدلای شئ. البته تاسو بايد له دې ټولو مرحلو څخه تېر شئ. يعني د يوه زده کوونکي په توګه به له يوه ځايه پيل کوئ، بنسټيز شيان به زده کوئ، اړين علوم به لولئ. کله چې تاسو يو چاته دا حق ورکوئ چې يو څوک د خلګو درملنه کولای شي. نو دا کس چې له کومو پړاوونو تېرېږي، په هغو تاسو ښه پوهېږئ. هغه مراحل د کوم ځانګړي پوهنتون د فراغت د سند نوم نه دی، دا علوم دي چې بايد ولوستل شي، دا که له يوه کس څخه ولوستل شي او يا يې هم په پخوانۍ طريقه سره له يو چا څخه زده کړل، او يا يې هم په نننۍ طريقه سره له پوهنتونونو او کالجونو څخه زده کړل، خو د هغو علوم لوستل او په هغې ژبه پوهېدل چې هغه علوم پکې شته دي، له اصطلاحاتو څخه يې ځان خبرول، او دا چې دا علوم څرنګه کار کوي، تر اوسه پکې کوم کار شوی دی؟ وړاندينۍ څېړنې په دې کې کومې دي؟ يو څوک بايد په دې شيانو سر خلاص کړي. تر دې وروسته حق لري چې د يوې ځانګړې موضوع په اړه چې ده پکې زده کړې کړې وي، خبرې وکړي.
دويمه خبره د عام کس ده، بيا هم دوې سطحې دي. يوه هغه چې په لږ خبره ځان پوه کړي، يو ښه مثال يې په حديثونو کې دی چې يو کوچی نبي عليه السلام ته راغی او ويې ويل چې زه دا او هغه وکړم؟ هغه ورته وويل چې هو، همداسي وکړه نو به جنت ته ولاړ شې. او کله چې هغه ولاړ نو نبي عليه السلام وويل چې که څوک غواړي جنتي وويني، ورته ودي ګوري. دا د يوه عام کس طريقه ده چې په لويو خبرو يې ځان پوه کړ او نور پرې د عمل کولو لپاره ولاړ. دويمه خبره داده چې يو څوک هوښيار دی، په يوه بله برخه کې کار کوي او د هيڅ څانګې متخصص نه دی، خو بيا هم غواړي چې تر پوهاوي وروسته يو انتخاب وکړي. نو دی راځي او د هغه علم چې دی يې زده کول غواړي، پوهانو ته رجوع کوي. د هغو په لارښوونه سره په شيانو ځان پوه کوي. پوښتنې کوي او د هغو له لارښوونې سره سم ځان پوه کوي. په دې اړه هماغه اصول دي چې موږ ټول يې منو. زه نن هم هماغه اصول منم. د کومو شيانو په اړه چې ما پلټنه نه وي کړي او په اړه يې شکمن يم نو تر ما د وړاندينيو علماوو پر څېړنو عمل کوم او خپل کار مخته بيايم، مګر کله چې ډاډمن شم چې هغه خبره سمه نه وه، يا هم دا تېروتنه پکې شوې وه نو بيا زه خپل نظر بدلوم. دا کار ټول کوي، په دې توګه دوې لارې دي: يا په ځان کې وړتيا پيدا کړئ او يا هم د علماوو د لارښوونو په رڼا کې مخته ولاړ شئ لکه موږ چې يې کوو. ګورئ، کله – کله زموږ پر يوه ډاکټر باور نه وي، نو موږ دويم او يا هم درېيم ډاکټر ته ځو. خو دا کار چې تاسو په خپله يو دوه کتابونه را پيدا او خلګو ته ترې نسخې ليکئ، نو په دې توګه هم ځان هلاکوئ او هم نور.
انسان بايد په خپله پر دې فکر وکړي چې کوم څه د هغه لپاره مناسب دي، ايا همداسي يوه طريقه بايد دی انتخاب کړي او يا هم د نړۍ په نورو علومو کې همداسي شوي دي؟ که تاسو په خپله څېړونکی ياست نو بايد وړتيا ولرئ، په دې برخه کې تجربه ولرئ، په ځينو علومو پوه شئ او له دې احساس سره چې خدای ته به ځواب ويونکي ياست په ځان کې هغه وړتيا پيدا کړئ او دا وړتيا به د لس – شل کلونو په تېرېدلو سره را پیدا کېږي. که دا وړتيا په تاسو کې نه وي، نو ستاسو شاوخوا ته چې کوم عالمان دي، له هغوی سره مشوره وکړئ، خپل فکر او ستونزې ورته وواياست، خپل فکر او غور کول روان وساتئ، تر هغو چې تاسو ته روښانه شي چې په دې اړه د فلاني صيب خبره سمه نه ده او د فلاني خبره سيي ده. د عام کس لپاره په طب کې هم همدا طريقه سمه ده او په ساينس کې هم، او په ديني علومو کې هم ورته همدا طریقه سمه ده.
که دا خبره په ساده ډول بيان شي نو يو عام کس هيڅوک هم له غور او فکر کولو څخه نه را ګرزوي، البته بايد د علماوو له لارښوونې سره سم غور او فکر وشي. که غواړي چې خپل تحقيق وکړي نو يو عالم ته دي ور وړاندي شي او هغه به ورته په تحليل کولو سره ووايي چې علمي څېړنه څرنګه کېږي؟
پوښتنه: موږ ليدلي دي چې کله يو عالم غواړي ووايي چې تاسو علم نه لرئ، يا هم په تخنيکي اړخونو او جزيياتو نه پوهېږئ، نو يو کس ورته وايي چې زه خو عام کس يم، په دې نه پوهېږم، ته راته ووايه. نو تېروتنې ته د داسي يو چا متوجې کول هم ستونزمن کار دی.
ځواب: ډېر ستونزمن کار دی. يوې تېروتنې ته د عالم پام را اړول اسانه دي، يو دوه الفاظ او يا اصطلاحات به ورته وواياست او خبره ورسره کولای شئ. يو څوک چې په خپلې ناپوهۍ پوهېږي، د هغه متوجې کول هم اسانه وي، کله چې تېروتنه وکړي او تاسو يې پاملرنه را واړوئ، نو لکه قرآن چې وايي له سترګو به يې اوښکې وبهېږي چې ما ولې تېروتنه وکړه؟ خو د داسي خلګو لپاره سم تعبير دادی چې برخورد يې غلط دی. د چا چې برخورد غلط وي، د هغوی پوهول اسانه کار نه دی. هغه ځانګړی غرور لري، بې علمي او له علمي تعبيراتو څخه ناخبري پکې يو مرکب جهل را پيدا کړی وي او بيا په ځانګړي اصرار سره خپله خبره کوي او اوس مهال داسي خلګ ډېر زيات را پیدا کېږي او ستونزمنه ده چې پوه کړل شي. اوس خو کيسه داسي ده چې نور علوم او فنون خو يوې خوا ته پرېږدئ، زه په خپله کورنۍ او هغو خلګو کې چې ورسره وينم ډېر داسي اشخاص پېژنم چې بايد لمن ورته ونيسئ او ورته وواياست چې لطفا نسخې خلګو ته مه ليکئ، بلکې له يو عالم او يا هم يو ډاکټر څخه لومړی مشوره واخلئ. مګر دوی يې نه مني او د دې هر څه تر شا د دوی تجربې وي او لګيا وي، بيانوي يې او بيا نو ډېري جدي تېروتنې کوي. له همداسي يو کس سره مخ شوم او يو لوی ډاکټر هم راغی، ما ورته وويل چې تاسو له ډاکټر صيب سره خبره وکړئ، خپلې تجربې وواياست، زه خو نه پوهېږم ځکه زه په دې فن نه پوهېږم. کله چې ډاکټر صيب ورته وويل چې ستا د حماقتونو او جهالتونو حالت څه دی او څرنګه د دلته او هلته شيانو په لوستلو سره نيمګړي مالومات را غونډوئ، او څرنګه وژونکي شيان خلګو ته پيشنهادوئ. زما په اند هغه مهال بايد دا کس پوه شوی وای، مګر ده سر وخوځاوه او ويې ويل چې زه خو پر خپله خبره الحمدلله هماغسي ولاړ يم، لکه وم چې. له داسي خلګو سره نو هيڅ نه شي کېدلای.
پوښتنه: له دې سره په تړاو، عموما تاسو په نرمي او ښه توګه د خلګو پوښتنو ته ځواب واياست. مګر کله – کله مو ليدلي چې يو څوک په خپله عالم نه وي، خو د يوه عالم په توګه له تاسو سره بحث کوي، په داسي وختونو کې تاسو د علم پر ارزښت په سختۍ سره ټينګار کوئ. د دې وجه څه ده؟ ځواب: تر کومه ځايه چې د عامو خلګو خبره ده، د هغوی په اړه خو ما هيڅکله هم داسي نه دي کړي. تاسو پوهېږئ چې زه له کلونو راهيسي له عامو خلګو سره خبرې کوم او په دې لړ کې نو له هر ډول خلګو سره مخ شوی يم، او له علماوو سره هم مخ شوی يم. هغه خبرې به مو اورېدلې وي چې پر عامه رسنيو مې له علماوو سره کړې دي. البته د هغو خلګو په حلقه کې چې خپلوان او قريبان وي، د هغو تنبيه کول ضروري وي. البته په دې اړه هم په دې وختونو کې کومه ښه تجربه نه لرم، که تاسو يې لږ تنبيه کړئ، نو هغوی هم جدي غبرګون ښيي، له همدې وجې زه په دې لړ کې حوصله کوم. خو رواج داسي وو چې ستاسو کوم شاګردان او يا هم ملګري وي، د هغوی داسي تېروتنې بايد ونه منل شي او بايد متوجې کړل شي. زموږ استادانو د داسي موضوعاتو په اړه چې په څه ډول تنبيه کوله، نو زما په اند که هغه ډول تنبيه ننني خلګ واوري، نو شايد پر استاد لعنت ووايي.