پوښتنه: دا راته وواياست چې تاسو خو پر احاديثو هم کار کوئ او کم و زيات پر ديرش زره احاديثو کار بشپړ شوی دی. خلګ د دې کار پوښتنه هم کوي چې دا کار چيرته موندل کېږي؟ د غامدي صيب چې د اشراق په نوم کومه مجله ده، دا کار همالته هم خپرېږي او کوم App چې پر ټولو پلاټفارمونو موندل کېږي، پر دې App هم په ټول ترتيب سره دا کار شته دی او موندل کېږي. غامدي صيب، په دې کار کې تاسو ځيني نوټونه ليکئ او ځيني ځايونه مو د ځينو روايتونو په اړه ليکلي دي چې په دې حديث کې چې کومه خبره بيانېږي، دا په حقيقت کې وحې ده. د مثال په ډول رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې ويل شوي دي، يا هم فرشته ورته راغلې ده، خبرې ورسره کوي نو ځکه دا خبره بيان شوې ده. پوښتنه دلته را پيدا کېږي چې ايا په احاديثو کې هم وحې بيانېږي؟ که په احاديثو کې هم وحې بيانېږي، نو موږ خو وحې د الله هدايت ته وايو او په دې صورت کې حديث د دين له سرچينو څخه بېلېدلای څرنګه شي؟ که نه شي بېلېدای، نو بيا خو احاديث هم د دين يوه مستقله سرچينه ده؟
جاويد احمد غامدي: تاسو وحې د الله هدايت ته ولې واياست؟ يعني الله تعالی خپل پيغمبر ته وحې کوي چې ستا مېرمنو دا تېروتنه کړې ده، نو په دې کې ستاسو لپاره کومه لارښوونه شته؟ د وحې يادونه په خپله د قرآن کريم په سورة تحريم کې شوې ده. يعني د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کور مسله ده، هلته نبي عليه السلام يوه خبره کړې ده، ښځې د هغې بر خلاف خبره کړې ده، په همدې اړه يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پام را اړولی دی. له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې ښځه پوښتي چې ته په دې څرنګه خبر شوې؟ دی ورته وايي چې نبأنی عليم الخبير. يعني ماته عليم او خبير ذات وويل. اوس تاسو ماته دا وواياست چې په دې کې ستاسو لپاره څه هدايت شته دی؟ وحې له پيغمبر سره د الله تعالی د ارتباط ساتنې يوه وسيله ده. په همدې وسيله سره يو پيغمبر ته زموږ لپاره لارښوونه هم ورکوي، په خپله پيغمبر ته هم لارښوونې کوي او لکه څرنګه چې ما اوس له ډېر وضاحت سره وويل چې پيغمبر له يوه اړخه هدايت راوړي او له بله اړخه د خپلو مخاطبينو او قوم لپاره د عدالت په بڼه راځي. نو ايا د دې عدالت لپاره به کومې وحې ته اړتيا نه وي؟ دلته ډېر شيان ويل کېږي. په خپله د بدر تر جګړې وړاندي قرآن کريم وايي چې پيغمبر عليه السلام ته ځيني خوبونه ور وليدل شول او د صحابه کرامو په اړه وايي چې هغوی ته داسي څه ور ښکاره کړل شول چې د جګړې لپاره تيار شول او همدا راز نورو خلګو ته د صحابه وو لښکر څرنګه ور ښکاره کړای شو؟
دا تفصيلات هم په قرآن کريم کې بيان شوي دي. موږ ته د هدايت د را رسيدنې وسېله پيغمبر دی. وحې پيغمبر ته راځي او پيغمبر ته يوازي د هدايت ورکولو لپاره وحې نه راځي، البته دلته مې له هدايت څخه هدف د دين هدايت دی. وحې د هر ډول هدايت ورکولو لپاره پيغمبر ته راځي. له هغه سره د مرستې لپاره راځي، د هغه د ډاډ لپاره راځي او د هغه د هدايت لپاره هم راځي. او دا وحې په داسي توګه هم راځي چې يو ډېر څرګند، په زړه پوري او غير عادي مثال يې د جبريل حديث دی. يعني په خپله جبريل امين راغلی دی، انساني بڼه يې غوره کړې او د صحابه وو تر منځ ناست دی او له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې پوښتنې وکړې. شونې ده چې د پيغمبر د لارښوونې لپاره به لس طريقې وي، په لسو معاملاتو کې به يې لارښوونه کېږي، ښکاره خبره ده که دا لارښوونه د قرآن په بڼه وي نو قرآن هم وحې دی او قرآن په ډېره منظمه بڼه سره موږ ته راکول شوی دی. که هدايت د سنتو لپاره وي نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به ويل شوي وي چې کوم لمونځ له وړاندي کېده، په هغه کې دا بدلون راولئ او نور لمونځ پسي کوئ. يا هم روژې نيسئ، له قرآن څخه هم ښکاري چې د روژو نيول هم رسول الله صلی الله عليه وسلم را پيل کړل او لمونځ کول هم ده را پيل کړل او په حج او عمرې کې که هم کومه تېروتنه کېدله نو د هغو تېروتنو اصلاح هم په همدې توګه وشوه. دا هر څه چې يې کړي دي، دا يې د وحې په رڼا کې کړي دي. د الله د پيغمبر په وسېله سره موږ ته دا هدايت راکول کېږي. ما هيڅکله په دې اړه بحث نه دی کړی، زه نه پوهېږم خلګ ولې دا بحث راپورته کوي. يعني الله تعالی دا ويلي دي چې له ده سره د اړيکې نيولو لپاره ذريعه څه ده؟ هغه وحې ده او د همدې وحې لپاره يې هم په سورة الشوری کې درې بڼې ښوولې دي چې داسي نه ده چې د دې بڼه هم يوه ده، بلکې بېلابېلي بڼې لري. دا چې د الله پيغمبر ته څرنګه هدايت ورکول کېږي، وحې څرنګه ورته کېږي او په شخصي چارو کې څرنګه هدايت ورته کېږي، د نبي عليه السلام په خپلو هلو – ځلو کې څرنګه هدايت ورته کېږي او د کوم عدالت د پلي کولو لپاره چې رسول راځي، په هغو کې لارښوونه څرنګه ورته کېږي.
دا ټولې لارښوونې د وحې په وسيله سره ورته کېږي. لکه ما چې وويل د وحې طريقې هم بېلابېلي دي، کله د پردې له شا څخه ږغ راځي چې الله خبرې کوي، يا هم کله فرشته را لېږي او هغه راځي هدايت راوړي، همدا راز خوب هم د وحې يوه ذريعه ده. په خپله په قرآن کريم کې خوب را نقل شوی دی. د ابراهيم عليه السلام خوب خو ډېر زيات مشهور دی او په دې خوب کې ورته وښوول شول چې خپل زوی حلالوي. دا ټولې ذريعې شته دي او له همدې لارې الله له پيغمبر سره اړيکه نيسي، زموږ لپاره چې د وحې کومه ذريعه ده، په دې کې د وحې په اړه بيخي پوښتنه نه شي کېدلای بلکې زموږ لپاره د هدايت ذريعه پيغمبر دی. کله چې موږ په دلايلو سره يو څوک د پيغمبر په توګه منو، نو هماغه زموږ لپاره د دين ماخذ دی.
همدې شي ته په پام ما د ميزان د کتاب په لومړي پرګراف کې بيان کړي دي چې تر قيامته د دين يوازينۍ سرچينه د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ذات دی. زموږ دين له پيغمبر څخه را شروع کېږي، دا چې تر پيغمبر پوري د الله تعالی دين څرنګه راځي، فرشته ورته پيغام راوړي، الله په خپله مستقيما ورسره خبرې کوي، يا هم ليکل شوې تختې ورته له اسمانه را کښته کوي او د تورات په بڼه يې د موسی په لاس کې ورکوي، نو الله تعالی خو تر موږ پوري نه دی منحصر، څرنګه او چيري او څه وخت چې وغواړي له خپل پيغمبر سره خبرې کولای شي. ښکاره خبره ده کوم شيان چې پيغمبر ته د ده د شخصي لارښوونې لپاره ويل شوي دي، يا هم ورته يو شی ښوول شوي وي، يا يې هم کوم څه مشاهده کړي وي، دا به چيرته بيانېږي؟ يعني دين خو د قرآن او سنت په وسيله سره را انتقالېږي او دا نور شيان به په تاريخ کې بيانېږي. د تاريخ تر ټولو مستند ريکارډ حديث دي. د پيغمبر عليه السلام سره تړلي همدا مسايل چې په احاديثو کې نه وي، نو به بل چيري وي؟ له همدې وجې ما ويلي دي چې د دجال په اړه، يا هم د اخرت د نښو په اړه، يا هم د فتنو په اړه او يا هم تر پيغمبر عليه السلام وروسته د راتلونکو حالاتو په اړه چې کوم نبوي اخبار دي، د هغو مطلب څه دی؟ مطلب يې دادی چې کومه هستي موږ د پيغمبر په توګه منلې ده، د هغه په اړه به تر اخرته نور شواهد هم راځي، تر څو د خلګو ايمان ورسره زيات شي. همدا يې مطلب او هدف دی. له دې پېښو څخه په اصلي هدايت کې هيڅ کمبوت او زيادت نه راځي. همدا شيان به په روايتونو کې بيانېږي؟ که دلته نه شي بيان، نو چيرته به بيانېږي؟
پوښتنه: د يوه بل شي په اړه که يو څه نور وضاحت هم راکړئ. تاسو د خوب يادونه وکړه چې په بېلابېلو خوبونو کې الله پيغمبر عليه السلام ته لارښوونه وکړه. تاسو خو واياست چې خوب د تمثيل په بڼه کېږي او تمثيل که موږ ته د روايتونو په بڼه را رسېدلی وي نو موږ يې تعبير پسي ګرزو. د وحې په اړه خو تصور دادی چې ډېره واضحه او پرېکنده وي. که رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کومه وحې د خوب په بڼه ښوول شوې وي او الله تعالی ورسره په همدې توګه په اړيکه نيولو تر ده يوه خبره رسولې وي، نو ايا نن به علماء د هماغو خوبونو تعبير کوي؟ ايا داسي څه د وحې د شان او حيثيت خلاف نه دي؟
جاويد احمد غامدي: ايا د وحې شان او حيثيت به موږ له خپل لوري څخه بيانوو؟ کومه لارښوونه چې موږ ته د دين په بڼه راځي، هغه بلکل واضحه، پرېکنده او متعينه وي او په قرآن کې بيانېږي او د سنت په وسيله سره انتقالېږي. پاتې نور شيان د تمثيلاتو په بڼه هم بيانېږي. همداسي يو څه الله تعالی له ابراهيم عليه السلام سره کول، هلته هم له تمثيل څخه کار واخيستل شو. يوه دومره ډېره لويه پېښه وشوه چې يو لوی روايت يې را منځ ته کړ. همداسي د حج مناسک ورته وښودل شول، يعني په دې شيانو کې د وحې طريقه باللفظ نه وه يا هم په زړه کې کومه خبره ور وانه چول شوه بلکې ارنا مناسکنا ورته وښودل شول. د پيغمبر عليه السلام له امت سره څه کېدونکي دي. په دې اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته هغه خوب ور وښودل شو چې بني اسرائيل سورت پرې پيلېږي. له دې ټولو وسيلو څخه استفاده کېږي. پاتې شو د دين چې کومه منځپانګه ده هغه د الفاظو، يا هم عمل په بڼه په معين او متعدد شکل سره بيانېږي.
پوښتنه: ښه، نو لنډيز دادی چې حديث خلګ په خپل نوښت سره بيانوي مګر که يې په منځپانګه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په تړاو کومه خبره بيانېږي او هغه له قرآن پرته بل څه وي، نو شونې ده چې وحې په قرآن کې هم وموندل شي؟
جاويد احمد غامدي: بلکل، وحې هم کېدلای شي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم اجتهادات هم کېدلای شي او عامې پېښي هم کېدلای شي، هر ډول شيان کېدلای شي. دلته د وحې د نه شتون خبره له کومه را پيدا کېږي؟ که رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د راتلونکې په اړه کومه خبره شوې وي، نو خو الله تعالی به يې ورته وايي، له دې پرته به په څه ډول ورته مالومېږي؟ او الله تعالی ويلي دي چې زه د بيان لپاره کومه طريقه انتخابوم، هغه د وحې طريقه ده. له همدې وجې په احاديثو کې د وحې د شتون په اړه دوه نظرونه نه شي ورکول کېدای.